اسلام آباد ۔ 13 فروری (اے پی پی) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوھدری محمد برجېس طاھر د لودھراں ضمنی ټاكنو كښې د (ن) لیګی كانديد په كاميابۍ د لودھراں او پاکستان اولس مننه كولو سره و??ئي?? يو وارې بيا د اولس پرېكړې ثابته كړې چې نواز شريف په زړونو كښې ژوند كوي او هم هغه د دې هېواد حقيقي لارښود دے چا سره چې د پاكستان روښانه سباؤن تړلې دے۔ د نهې په ورځ يو بيان كښې ده و??ئي?? د مخالفینو بې انتها دولت هم د هغوي كانديد كاميابولو كښې ناكامه شوې او اولس د مخالفينو د ژړا او سازشونو سياست رد كړې۔ ده و??ئي?? د لودھراں اولس د محمد نواز شريف د پرمختګ وژن اود پاكستان د آسيا ټائيګر جوړولو نظريې ته ووټ وركولو سره دا ثابته كړې چې اولس پرمختيائي من??وبو ٬ د لوډشېډنګ ختمېدو ٬ د توان نوې من??وبې پېل كېدو او د سي پېك په ډول مېګا من??وبې پايې ته رسېدو له د نون ليګ لارښود كامياب ليدل غواړي۔ ده و??ئي?? دا كاميابي د كال 2018ﺀ تر ټولو لويه كاميابي ده۔ نون لي?? د ??ي ټي آئي ګټلې چوكۍ يو ځل بيا ترلاسه كړې۔ ده و??ئي?? زه ټولو سياسي مخالفينو ته غږ كوم چې كه هغوي په اولس كښې كاميابي غواړي نو د تورونو او پروپېګنډو په ځائې دې د اولس خېر ښېګړې له كار وكړي