كراچې 14 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې د هېواد او اولس پرمختګ او خوشحالې لپاره جمهوريت ضروري دے٬ حكومت نه يوازې د 10 زره مېګاواټه د توان پروژې پېل كړې دي٬ بلكې په وخت ئې ترسره كړې هم دي٬ د توان ډېرې پ??وژې د ترسره كېدو په حال كښې دي٬ اوس برېښنا په ډېر مقدار كښې ترسيل كېږي٬ حكومت مهم اقدامات كولو سره د ګاز په بح??ان قابو موندلې٬ امريت تل اولس ته په ګټه رسولو كښې پ??تې راغلې او د امريت وخت كله ??م د هېواد د سباؤن په ګټه نه دے ثابت شوے۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د پاكستان انټرنېشنل بلك ټرمينل لمېټډ ﴿ پي آئي بي ټي اېل﴾ پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ پي آئي بي ټي اېل د هېواد د كوئلې٬ كلنكر او د سيمنټ د وړلو راوړلو وړومبې ټرمينل دے كوم چې په پو??ټ قاسم جوړ كړے شوے او په دې 285 مليونه ډالر لګښت راغلې او تراوسه پرې د كوئلې 12 بېړې ودرېدلې دي۔ وزيراعظم د جمهوريت په حق كښې په پرېكړه كولو پاكستاني اولس ته كرېډټ وركولو سره ووئيل چې پ??مختګ لپاره د جمهوري عمل تسلسل ضروري دے٬ د جمهوري نظام له ??خې خلقو د خپلې خوښې د مشرانو ټاكنه كړې او هغه خلق ئې كور ته لېږلي كومو چې اولس ته څه ورنه كړې شول۔ وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې اولس به د كاكردګې په بنياد د راتلونكي حكومت پرېكړه وكړي۔ ده ووئيل چې چېلنجونه موجود دي خو په دې به قابو وموندل شي۔ وزيراعظم ووئيل چې كله ??سلم ليګ ﴿ن﴾ په كال 2013م كښې اقتدار ته راغلو نو هېواد يو شمېر بح??انونو سره مخ و خو اوسني حكومت په دې بح??انونو قابو وموندله٬ د ګاز په بح??ان قابو وموندل شوه٬ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ د حكومت په دور كښې د موټروے او لويو لارو يو شمېر پروژې ترسره شوې۔ د ګوند په هغو د پاكستان چين اقتصادي لارې په صورت كښې د هېواد د تاريخ تر ټولو لويه سرمايه كاري پاكستان ته راغله۔ ده ووئيل حكومت نه يوازې پېل كړې شوې پ??وژې ترسره كړې بلكې په تېر وخت نيمګړې پ??تې شوې پ??وژې ئې هم ترسره كړې۔ ده ووئيل چې په چترال كښې د لواري ټنل د پروژې بنياد 45 كاله ??ړاندې ارواښاد ذوالفقار علي بهټو ايښې و او نواز شريف د 28 اربه ??وپ?? په لګښت دا پروژه ترسره كړه۔