اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي د سري ??نكا نوي ټاكل شوي اولس مشر ته په ټاكنو كښې په بريا مباركي وركړه۔ د اتوار په ورځ په خپل پېغام كښې خارجه وزير په سپېځلو او سوله ايزو ټاكنو كولو د سري ??نكا د حكومت ستائنه وكړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې د نوي ټاكل شوي اولس مشر دور كښې به د پاكستان او سري ??نكا دوه اړخيزه اړيكې لا قوي شي۔ ده دعا وكړه چې د نوي اولس مشر په مشرې كښې سري ??نكا لا پرمختګ وكړي او د خوشحالې په لار روانه شي۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو لا قوي كولو د عزم څرګندونه هم وكړه۔