اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د بش??ي حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شېرين مزاري وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خا?? د ??ندي وزيراغظم نرېندر مودي او د آر اېس اېس نظريه د نړۍ په وړاندې څرګنده كړې او د بي جے پي بنيادي نظريه ئې له مېنځه وړې۔ د بش??ي حقونو وزارت لخوا جاري شوې خبر پاڼې له مخې وفاقي وزير دا خبرې د پي اېس ډي پي ??ئي تر سيوري لاندې د كشمير بحران او سمه ايز امن ته ورپېښ چېلنجونه په موض??ع كنفرنس ته په خپلې وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزيرې ووئيل چې دا وئيل درست نه دي چې اوسني حكومت د كشمير په مسئله په مناسب ان??از كښې اقدامات نه دي كړي بلكې د دې برعكس وزيراعظم عمران خا?? د ??ودي سركاري او آر اېس اېس ناپاك عزائم د نړۍ په وړاندې څرګند كړي دي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خا?? د ??شميري اولس د آزادې تحريك په ډاګه كولو او د هندي ظلمونو سره مخ د كشميريانو آواز په ټوله نړۍ كښې په موثر ډول وړاندې كولو سره خپل هغه لوظ پوره كړے په كوم چې ده عزم كړے و چې هغه په كشميريانو وكالت كوي۔