اسلام آباد 21 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ??اك??ر فردوس ع??شق اعوان وئيلي دي چې كراچې د پاكستان معاشي مركز دے٬ وزيراعظم عمران خان د كراچې اولس د درد مداوا او ښار ته نوې ښكلا بخښلو لپاره پوخ عزم لري۔ د سندھ اولس د چوپټ ر??ج نه بېزاره دے۔ د ګل په ورځ په خپل يو ټويټ كښې ??اك??ر فردوس ع??شق اعوان ووئيل چې وزيراعظم عمران خان به د ګل په ورځ په كراچې ګورنر هاؤس كښې د پاكستان تحريك انصاف د اسمبلې غړو او اتحاديانو سر?? ملاقات كوي او په حب بلوچستان كښې به د 1320 مېګاواټه پاور پلانټ پروژې پرانسته كوي۔ ??اك??ر فردوس ع??شق اعوان ووئيل چې وزيراعظم به د اېم كيو اېم او د جي ډي اے مشرانو سره په ګډه د اصلاح احوال لار هواره كړي۔ هغې ووئيل چې باب الاسلام سندھ تاريخي اهميت لري او دا په معاشي او اقتصادي توګه مستحكم كول زمونږ وړومبې ذمه واري ده۔