اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې مقبوضه کشمير كښې هندي عسكرو د دوه مياشتو نه زياتې مودې څخه 80 لكه انسانان كرفيو كښې ساتلې دي٬ نزدې يو لك كشميريان د خپلواكۍ حق لپاره شهيدان شوي، مودي خپل آخري داٶ لګولې خو كشميريان به دا ونه مني٬ مقبوضه کشمير څخه چې كله كرفيو لرې كړې شي او د لكهونو په شمېر اولس بهر راوځي نو دا لاره به د دوي د آزادۍ لاره وي٬ ټول پ??كستانې قام د كشمير خپلو وروڼو سره ولاړ دې او ولاړ به وي۔ وزيراعظم عمران خان دا خب??ې د جمعې په ورځ د مقبوضه کشمير اولس سره د يوالې څرګندونې لپاره د انساني لاسونو زنځير او لاريون كښې ګدون كوٶنكو ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستياله ډاکټر فردوس عاشق اعوان، نعيم الحق، علي امين ګنډا پور او نور لارښود هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل نن دلته د جمع كېدو مقصد كشميريانو ته دا پېغام وركول دي چې ټول پ??كستانې قامې د كشمير خپلو وروڼو سره ولاړ دې او ولاړ به وي٬ مونږ به نړۍ ته بيا بيا دا پېغام هم وركوٶ چې په مقبوضه سيمه كښې هندي ځواكونو د تېرو دوه مياشتو نه زياتې مودې څخه 80 لكه نه په زياتو كشميريانو كرفيو لګولې ده۔ د?? ووئيل زه د نړۍ دوه مخيزې معيار رامخې ته كول غواړم٬ دا خبره ډېره د افسوس وړ ده چې نړيوالې ميډيا د هانګ کانګ د احتجاج خو هېډ لائن جوړوي خو په كشمير كښې مېرمنو٬ ماشومانو ٬ سپين ګيرو او د رنځورانو پشمول 80 لكه كسانو ته هېڅ كورېج نه وركوي كوم چې 9 لكه هندي عسكرو يرغمال كړې دي او په دوي ظلمونه كوي۔ وزيراعظم ووئيل په تېرو دريو لسيزو كښې نزدې يو لك كشميريانو ځانونه شهيدان كړې دي كوم چې د خپلواكۍ حق شهيدان شوې دي او دا حق دوي ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو وركړې دې۔ د?? ووئيل لوے څښتن انسان له د هلو ځلو توفيق وركړې دې كاميابي لوے څښتن خپله وركوي٬ مونږ هم د كشميريانو د تحريك ملاتړ لپاره بشپړه هڅې كوٶ٬ ټول هېواد كشميريانو سره ولاړ دے٬ تاسو ب?? ووينۍ چې د كشميريانو د حقونو دا پېل كړې شوې تحريك به يو سمندر جوړ شي۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل ما د امريكې خپلې دورې په مهال نړيوالو مشرانو سره د كشمير په مسئله خبرې كړې دي۔ په ميډيا هم په دې لړ كښې خبرې روانې دي او په اروپائي ائتلاف او د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل كښې هم د كشمير په مسئله بحث شوې دې۔ د?? ووئيل مودي لوے حماقت كړې دې او خپل آخري داٶ ئې لګولې دې٬ ھغه دا ګڼي چې د كشمير اولس به دا هم تسليم كړي خو داسې به نه كېږي٬ د کشميري اولس د زړونو نه د مرګ وېره ختم شوې ده ۔ د?? ووئيل مقبوضه کشمير څخه چې كله كرفيو لرې كړې شي او د لكهونو په شمېر اولس بهر راوځي نو دا لاره به د دوي د آزادۍ لاره وي۔(ګ ل