اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي مونږ چې په يوه خله د كشميريانو غږ پورته كوو نو نړۍ به دا غږ واوري٬د كشمير مسئلې غږ په نړيواله كچه بېلو هېوادونو٬تنظيمونو٬ نړيوال فورمز او د ملګرو ملتونو تر سلامتي كونسل ته رسېدلې٬پاكستان دا غږ ټوله نړۍ ته رسول غواړي٬وزيراعظم عمران خان د كشميريانو وياند او ??كي?? په توګه د كوټلې سفارتكاري د لارې يو پ??و نړۍ ته په مقبوضه ك??مير كښې په ك??ميريانو د كېدونكي ظالم داستان بيان وي او بل پ??و نړۍ ته دا باور وركوي چې د 2 اتومي طاقتونو ترمينځه ك??مير يو فليش پوائنټ دے۔نجي ټي وي سره په خبرو كښې دې ووئيل نن مظلومو كشميريانو سره د يوو??لي ورځ ولمانځلې شوه۔وزيراعظم عمران خان د يوو??لي تحريك مشري كوله چې د كوم پېل هغه د وزيراعظم سېكرټرېټ څخه كړی ؤ ۔ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل وزيراعظم د كشمير بيانيه تر نړيوالو ورسوله او د جمعې مباركې ورځې انتخاب مقصد دا ؤ چې پاكستانې قام د كشميريانو سره د يوو??لي څرګنونه وكړي۔دې ووئيل چې كله مونږ يو غږ او يو موټې يو نو د مظلومو كشميريانو غږ به نړۍ واوري۔دې ووئيل كشميريانو سره د يوو??لي څرګندونې سره به د نړيوالې مېډيا او نړۍ په وړاندې په ك??ميريانو كېدونكي ظلم او د هند رياستي ترهه ګرۍ اصل مخ په ډاګه ش۔ ٬ دې ووئېل كشميريان د كرفيو سره مخ دي او هغوي سره د مواصلات كومه ذريعه نشته٬ټېلفيون رابطې معطل دي٬هغوي د يو بل د حال اورېدو كوم موثر مېكنزم نه لري٬مېډيا پھ ګرده نړۍ كښې د دغې مظلومو كشميريانو غږ رسولې شي٬وزيراعظم هند او نړۍ ته په سپينو ټكو پیغام وركړی چې مونږ جنګ نه غواړو خو كه هند داسې څه اوكړل نو مونږ چمتو ولاړ يو