اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي﴾ د مېري ټائم چارو وفاقي وزير علي حېدر زېدي وئيلي دي چې د تېرو څو كلونو نه دوه سياسي كورنۍ پاكستان لپاره د نړيوال شرم سبب جوړېږي۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې د برتانيې په ورځپاڼه كښې د شريف كورنۍ لخوا د برتانيې په مرسته كښې د غلا په راپور تصبره كولو سره ده ووئيل چې د تېرو څو كلونو نه دوه سياسي كورنۍ پاكستان لپاره د نړيوال شرم سبب جوړېږي۔ ده ووئيل چې دې دوه كورنيو جرائم كوونكي كس??نو ته تحفظ وركړے٬ عدليې ته ئې رشوت وركړے او په عدل??ه ئې فشار اچولې ا?? اوس داسې ??كېنډل رامخې ته كېږي۔ له بلې خوا په خپله يوه مركه كښې وفاقي وزير وئيلي دي چې اوس په پاكستان كښې د مني لانډرنګ او بدعنوانې كوم ځائ نشته او كوم خلق چې په مني لانډرنګ كښې ككړ دي٬ دوي ته به د قانون له مخې سزا وركولې شي۔ ده ووئيل چې د دواړو كورنيو لخوا د قومي خزانې نه غلا كړې شوې رقم بهر هېوادونو ته منقتل كړې شوے۔ دا د پاكستاني اولس پېسه ده۔