لاهور 06 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي چې نړۍ ته د چين امپورټ د 2.1 ټرېلين ډالرو دے كوم چې هغه پنځه ټرېلين ډالرو ته رسول غواړي٬ بايد پاكستان د چين د امپورټ ن?? زياته استفاده وكړي٬ چين به د پاكستان د يو ارب ډالرو د امپورټ كولو نه پس نور د يو ارب ډالرو امپورټ كوي٬ جاپان پاكستان سره سمال اېنډ مېډيم انټرپرائز لپاره ټېكنالوجي فنډ وركولو ته تيار دے٬ زمونږ كار سرمايه كارو ته اسانيې وركول دي كومې به چې مونږ وركوو۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ صنعت٬ تجارت او د سرمايه ك??رې د ذيلي ادارو د اهدافو په اړه جوړې ش??ې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې موقع د صنعت او تجارت صوبائي وزير ميا اسلم اقبال او د نورو ادارو اعلٰ?? چارواكي هم موجود وو۔ د وزيراعظم سلاكار ووئيل چې جاپان پاكستان سره سمال اېنډ مېډيم انټرپرائز لپاره ټېكنالوجي فنډ وركولو ته تيار دے٬ صوبائي حكومت ته پرېكړه كول دي چې دا فنډ كوم كوم اېس اېم ايز ته بايد وركړې ش??۔ ده ووئيل چې زمونږ كار ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو ته اسانيې او تحفظ وركول دي چې دغسې دوي په هېواد كښې سرمايه كاري وكړې ش?? او معاشي چ??رې زياتې ش??۔ ده ووئيل چې په هېواد كښې د سرمايه ك??رې ودې لپاره به د اوږدې مودې پالېسې بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده د روانو پالېسو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل چې د صنعتي توان ضرورياتو په اړه يوه كمېټې جوړه كړې ش??ې كومه به چې خپل وړاندېزونه وركوي۔