اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي ??ئيلي دي د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ سره به د منطقې شكل بدل شي٬ فاټا او خېبر پښتونخوا به زياتې مستفيدد كېږي٬ د آن لائن بزن?? په سوب كاټېج انډسټرۍ كښې اضافه كېدې شي چې ورسره به مېرمنو لپاره خ??ص موقعې راپېدا شي۔ اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ د فاټا او خېبر پښتونخوا زده كوٶنكو پلاوي سره د ملاقات په مهال كړې۔ اولس مش?? ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې انفراسټركچر ته رسېدلې زيان سر كولو لپاره به ټولو له سخته خواري كول وي۔ ده ووئيل انتها خوښي د يو بټن په وهلو به خ??مه نه شي بلكې دا يو اوږد او د زغم وړ هڅې دي۔ ده ووئيل د سولې ثبات وضعې ښه كېدو امله د پاكستان نړيوالو قامونو سره اړيكو كښې بهتري راغلې ٬ د بهترۍ دا ماحول نورې سرمايه كارۍ او سېلګرۍ لپاره بايد وكارولې شي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ??ه دي خبره زور رواړو پاكستانيانو ته د پرمختګ او د مخ په وړاندې تګ يو برابر موقعې ترلاسه كېدل پكار دي