اسلام آباد 02 اپرېل (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي د پاكستان خوشحالۍ لپاره سياستمدارو او سركاري ملازمانو له د محنت كولو ضرورت دے٬سركاري ملازم??ن په حكومتي ډهانچه كښې د ملا د تير حېثيت لري د هغوي نه علاوه حكومتي نظام چلول ممكن نه دې۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د تربيې ترلاسه كوونكو سي اېس پي افسرانو پلاوي سره په خبرو كښې كړې چا چې د نهې په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې سپيكر سره ملاقات كړې۔سپيكر تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو له د مباركۍ وركولو په م??ال ووئيل تاسو ټول ډېر ذهين او خواري كښ يۍ او لوے څښتن تاسو له موقع دركړې چې تاسو د اولس خ??مت وكړئ۔ده ووئيل عهده انسان ??ويې سړې كوي نه بلكې د هغه كار هغه لويې كوي۔ده په تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو زور راوړو چې تاسو خپل سوچ مثبت لرې او د اولس خ??مت خپل كار اوګڼي۔ده ووئيل سياستمدار او بيوركريټس شريكې مرستې سره په هېواد لويې مثبت بدلون راوستلې شي۔ده ووئيل د سياستمدارو او بيورو كريټس سوچ ځانله ځانله وي خو د دواړو مقصد خوشحاله پاكستان او پاكست??ن پرمختګ پلو بوتلل وي۔ده ووئيل دا م??ال پاكستان سنګينو خطرو سره مخ دے چې په كومو قابو موندلو لپاره په ګډه د كار كولو ضرورت دے۔اسد قيصر تربيه ترلاسه كوونكو افسرانو په صلاحيتونو د باور څرګندونه كولو سره ووئېل تاسو دا هېواد د ښه نه ښه جوړولې شئ خو تاسو له د پخواني بيورو كريټك مائنډ سيټ څخه بهر راوتل او د اولس لپاره فكر كول دي۔ده ووئيل لوے څښتن ما له هم په يوه ښه ځاې د خلقود خذت موقع راكړې او دا موقع د ډېر لويې خوارۍ او هلو ځلو نه وروستو ترلاسه شوې٬تاسو هم محنت كولو سره تر دې رارسېدلې يې تاس۔۔ده ووئيل په پاكستان ??ښې ادارې مستحكمولو له د سركاري ملازمان ??ردار مهم وي۔ګډون كوونكو له د پارليمان بنيادي فرائضو او په پارليمان ??ښې د قانون سازۍ عمل په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔تفصيلي بريفنګ د قامي اسمبلۍ د قانون سازۍ اېډېشنل سېكتر مشتاق احمد او د نړيوالو چارو جوائنټ سېكتر سيد شمون هاشمي د اړخه وركړې شو۔۔تربيه ترلاسه كونكو سي اېس پي افسرانو پلاوي د پارليم??ن په اړه په معلوماتو كښې خوښي څرګندونې سره په دې فورم د سپيكر مننه وكړه۔