اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي ټولې پارلماني معاملې به د آئين ترمخه مخ په وړاندې بوځو ولې چې زه د كوم خاص سيا??ي ګوند نه بلكې د ټول ايوان محافظ يم۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خ??رو كښې ده ووئيل قانون سازي د پارلمان بنيادي ذمه واري ده۔ ده ووئيل د موجوده پارلماني نظام پياوړتيا زما ترجيح ده۔ ده په ټولو سيا??ي ګوندونو زور راوړو چې هغه ب??يد هېواد له كار وكړي او په حساسو معاملو سياست كولو څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل هر يو سيا??ي ګوند ب??يد د هېواد پرمختګ له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل هېواد كښې جمهوريت ته هېڅ خطر نشته او د پاكستان تحريك انصاف حكومت د كوم فرق نه لرې د بدعنوان عناصرو د احتساب ملاتړ كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل قومی احتسا?? بېورو (نېب) يوه خپلواكه اداره ده كومه چې د كوم فشار نه لرې په آزاد ډول خپل فرض ترسره كوي۔ اسد قیصر ووئيل 5 كاله وروستو به پاكستان تحريك انصاف د خپلې كاركردګۍ په اړه اولس ته ځواب وركوونكې وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ضرورت ترمخه به پروډكشن آرډر جاري كولې شي۔