اسلام آباد 01 فروري(اے پي پي)د پاك بحریې مشر اېډمرل ظفر محمود ع??اس?? د ټولو امنيتي چې??نج??نو مخنيوي لپاره د پاك بحريې په اپرېشنل تيارو د اطمينان څرګندونه كولو سره د دې عزم پخلې كړې چې بحيره هند كښې د رامخې ته شوي پ??چل?? صورتحال ٬ د حاضر وخت د امنيتي چې??نج??نو باوجود به پاك بحريه په دې منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره خپل كردار لوبوي۔ نېول چيف دا خبرې د پاك بحريې كمانډ اېنډ سټاف كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې كوم چې د جمعې په ورځ په اورماړه كښې پائې ته رسېدلې۔ اېډمرل ظفر محمود ع??اس?? د كنفرنس مشري وكړه۔ كنفرنس كښې د پاك بحريې په اپرېشنل تيارو٬ پرمختيائي منصوبو ٬ د امنيت موجوده صورتحال سره د چارواكو او ځوانانو د خېرښګړې او تربيې په منصوبو غور وكړې شو۔ په كنفرنس كښې نېول چيف ته د پاك بحريه د موجوده او د سباٶن پروژو٬ آپرېشنل هلو ځلو پشمول د ګوادر پورټ امنيت او سي پېك كښې د مېري ټائم په اړخونو تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ چیف آف دی نېول سټاف ووئيل د ګڼو هېوادونو بحري امن مشق منطقه او د ګردې نړۍ به پاكستان د باور عكاسي ده ۔ ده ټولو فېلډ كمانډرانو ته امر وكړو چې د ګڼو هېوادونو امن مشق 2019 كاميابۍ لپاره خپل كردار ولوبوي۔ كمانډ اېنډ سټاف كنفرنس د پاك بحريې پرېكړو لپاره مهم پلېټ فارم دے چرته چ?? ټول چيفس آف سټاف٬ پرنسپل سټاف افيسر او فېلډ كمانډر د پاك بحريې د پاليسو او منصوبو جاج اخستو سره د سباٶن منصوبه بندي كوي