زيارت 25 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري وئيلي دي چې د وزيراعظم عم??ان خان په مشرې كښې به د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح د زرينو اصولو او افكارو له مخې پا??ستان اسلامي فلاحي رياست جوړولو سره د ترهګرې٬ فرقه واريت او د تعصباتو خاتمه كولې شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په زيارت رېزېډنسي كښې د فرنټيئر كور بلوچستان ترسيوري لاندې د پا??ستان باني قائداعظم محمد علي جناح د ولادت ورځې په موقع د بېرغ هسكولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د بلوچستان وزيراعلٰي جام كمال خان٬ د سدرن كمانډ كور كمانډر لېفټېننټ جنرال عاصم سليم باجوه٬ د فرنټيئر كور بلوچستان انسپكټر جنرل مېجر جنرال فياض حسېن شاه٬ د دفاعي پېداوار وفاقي وزير زبېده جلال٬ صوبائي وزيران٬ د قومي او صوبائي اسمبلې غړي او اعلٰي سول او عسكري چارواكي او قبائيلي مشران هم موجود وو۔ د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر په خپله وېنا كښې ووئيل چې د دسمبر 25مه د قائداعظم محمد علي جناح پشان د لوي شخصيت د ولادت ورځ ده د كوم د لوړې حوصلې٬ جذبې او اصولو په وجه چې مونږ په آزاده فضا كښې سا اخلو كوم چې سره د ناروغې سخته خواري كولو سره پا??ستان جوړ كړو۔ ده ووئيل چې د پا??ستان باني قائداعظم محمد علي جناح د زيارت پشان په تاريخي ښار كښې د خپل ژوند وروستې ورځې تېرولو سره ثابته كړې چې ټول پا??ستان يو ډول اهميت لري۔ ده ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح د هندوانو او د انګرېزانو د سخت م??الفت سره هم د شاعر مشرق علامه محمد اقبال خوب ته تعبير وركولو سره پا??ستان جوړ كړو۔ ده ووئيل چې مونږ ته به د دښمنانو سازشونه ناكامه كولو سره يو موټې كېدو سره پا??ستان عظيم تر جوړولو لپاره د ترهګرې او فرقه واريت د ناسور خاتمه كول وي۔