اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي)?? سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني پارليماني پلاوي سره په يمن كښې د قانوني حكومت بحالۍ لپاره د سعودي په مشرۍ كښې جوړ شوي د پوځي اتحاد د هېډكوارټرز دوره وكړه۔د پوځي اتحاد مشر لېفټيننټ جنرال شهزاده فهد بن تركئي بن عبدالعزيز السعود د متحده ځواكونو په اړه ?? سېنېټ پلاوي ته بريفنګ وركړو۔?? سېنېټ سېكرټرېټ له مخې په دې موقع ?? سېنېټ چيئرمېن د پوځي اتحاد د مشر لخوا د پلاوي په هركلي او مېملستيا كولو مننه وكړه۔?? سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل چې اسلامي امت په دې وخت كښې د ترهه ګرۍ پشمول يو شمېر ستونزو سره مخ دې٬سعودي څو ځله د ترهه ګرۍ كورنيو او بهرنيو كاروائيو سره مخ شوې۔ده ووئيل چې پاكستان تل د ترهه ګرۍ غندنه كړې٬پاكستان به د دې مسئ??ې حل لپاره د سعودي ملاتړ روان ساتي۔?? سېنېټ چيئرمېن د دې نه پس خپل پلاوي سره د رياض نه مدينې منورې ته لاړو٬په مدينه منوره كښې د شورا كونسل او د مدينې د والي د دفتر اعلٰی چارواكو د دوي هركلے وكړو۔?? سېنېټ چيئرمېن او د پلاوي غړو د سهر لمونځ په مسجد نبوي كښې ادا كړو۔دوي د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره دعا وكړه