موسٰی خېل۔ 15 دسمبر (اے پی پی) د موسیٰ خېل قبائل سردار سناتور سردار محمدح اعظم خان موسی خېل د كراچۍ ??غا خان پوهنتون كښې په حق ورسېد۔ د كورنيو ذريعو لمخې سردار محمد اعظم خان له يوې مودې ناروغه وو څوك چې آغا خان پوهنتون ته منتقل كړې شوې وو چرته چې هغه په حق ورسېد۔ د ده د جنازې لمونځ به نن د ات??ار په ورځ اېف سی ګراؤنډ موسیٰ خېل كښې ادا كولې شي او د خپل پلار نيكه مقبره كښې به خاورو ته سپارلې شي۔ د ارواښاد آخري ديدن له د پشتونخوا ملی عوامی ګوند مشران ٬ كار??ند??ن او نورو سياسي او سماجي شخصياتو كوئټه ته رسېدل پیل شوي دي۔ سردار محمد اعظم خان د پشتونخواملی عوامی ګوند سينئر دوهم صدر ??و د مركزي كونسل غړې هم وو?? له كال 2002 څخه تر كال 2008ﺀ دې د بلوچستان اسمبلۍ غړې وو?? دده پرېكړې به قبائلي پرېكړو او جرګو كښې سپريم لاﺀ ګڼلې شوې۔ ارواښاد دا مهال د سېنېټ غړې هم وو او سېنېټ كښې د پشتونخوا ملي ګوند دوهم پارلماني لارښود هم وو??