اسلام آباد ۔ 5 دسمبر (اے پی پی) احستاب لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر وئيلي دي سوئس حكومت سره د معلوماتو تبادلې له د دوه اړخيزه لو??نامې نه وروستو به په راروانو 4 څخه تر 6 اونيو كښې پاكستان ته غوښتلې شوې معلومات ترلاسه كېدل پېل شي۔ د تېرو كلونو معلومات ترلاسه كولو له په بېل مېكنزم سوئس حكومت سره خبرې روانې دي۔ سوئس لو??نامه كښې دا شق هم شامل دے چې پاكستان ته غوښتلې شوي معلومات به په ترجيحي بنيادونو وركولې شي۔ حکومت زر تر زره 200 هېوادونو څخه معلوماتو ترلاسه كولو له په اضافي پروټوكول لاس ليك كوي۔ د معلوماتو تبادلې لپاره المان چارواكو سره م?? هم تماس نيولې۔ برټش اورېجن آئرلېنډ سره د معلوماتو تبادلې له د لو??نامې ډارفټ تياروو۔ د وفاقي كابينې منظورۍ نه وروستو به دا لو??نامه كولې شي۔ د اومني ډلې او بې نومه اكاؤنټس په اړه د جے آئي ټي پرېكړې په راتلو به يو وارې بيا سوئس حكومت سره رابطه كول وي۔ ده د شورؤ په ورځ انفارمېشن سروسز اكېډمۍ كښې د وزيراعظم د ميډيا چارو خاص مرستيال افتخار دراني سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د تېرو 5 كلونو څخه سوئس حكومت سره د لو??نامې معامله قصد سره ځنډولې شوې وه۔ موجوده حكومت د اولنۍ ورځې نه په دې كار پېل كړو او په سفارتي كچه ئې رابطې وكړې۔ د پارلمان د توثيق څخه وروستو سوئس حکومت سره د معلوماتو تبادلې لو??نامې ل??س ليك شوي۔ لو??نامه د 30نومبر 2018 څخه عملي شوې ده۔ ده ووئيل حكومت ددې لو??نامې ترمخه سوئس حکومت څخه بېل معلومات غوښتلي دي كوم به چې ډېر زر ترلاسه شي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په ايجنډا ??ښې احتساب تر ټولو وړاندې دې۔ ده ووئيل د پانامه كېس په پلټنو كښې هم لويو ستونزو سره مخ پاتې شوي يؤ۔ برټش اورېجن آئرلېنډ سره د لو??نامې ډرافټ تيار كړې شوې دې۔ كابينې څخه د منظورۍ نه وروستو به برټشن اورېجن آئرلېنډ سره هم د معلوماتو تبادلې لو??نامه وكړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د پخواني اولس مشر آصف علي زرداري په ضد سوئس كېس يو وارې بيا پرانستلې نه شي۔ په ابتدائي توګه په سوئس بېنك كښی 60 ملينه ډالر وو۔ كله چې اكاؤنټس من??مد شول او وروستو مارك اپ روان وو نو چې كله پېسې راوويستلې شوې نو دغه مهال 72 ملين ډالر وو كوم چې آصف علي زرداري ته ترلاسه شوي دي۔ د دغه وخت اټارني جنرل ملك قيوم يو چيټۍ ليكلو سره سوئس كېس بېرته اخستلې وو په دې د سپريم كورټ 7 كسيزه بېنچ پرېكړه وه چې د كېس بېرته اخستو په ضد دې كارروائي وكړې شي ولې پخواني حكومت داسې هم ونكړل۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل يو بل لو??ې كېس هم روان دے ٬ په اومني ډله او بې نومه اكاؤنټس د جے آئي ټي پرېكره هم راروانه ده ددې پرېكړې څخه وروستو به مونږ له يو وارې بيا سوئس حكومت ته تلل وي۔ ده ووئيل نېب سوئس حكومت سره لو??نامه كښې د تاخير معاملې وړاندې نه پلټنې كوي