لاهور 17 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف عل??ي د اسلام اصل روح رامخې ته كولو په ضرورت ټينګار كولو سره وئيلي دي چې حكومت ناموس رسالت ته د تحفظ وركولو محافظ دے٬ حكومت د تحفظ ناموس رسالت﴿ص﴾ په قانون او په خاص توګه په 295C كښې د كوم ډول ترميم كولو هېڅ ا??اده نه لري٬ ځينې عناصر د تحفظ ناموس رسالت په نوم سركاري املاكو ته زيان رسوي او خلقو لپاره ستونزې پېدا كوي كومه چې د اسلام د امن پېغام او د سيرت النبي﴿??﴾ ??راسر نفي ده٬ حكومت به د ناموس رسالت او د سپكاوي د قوانينو ?? غلط استعمال په مخ نيوي كښې موثر كردار ترسره كولو لپاره عل??اكرامو سره مشاورت كوي٬ عل??ا دې حكومت سره په مرسته كښې دا خبره باوري كړي چې مقدس نظريات په هېواد كښې تنازعات پېدا كولو او امن او امان ته زيان رسولو لپاره نه شي استعمال كېدے٬ سېرت النبي ﴿??﴾ ??و اسوه حسنه د خلقو د حقونو او د ټولنې د امن ضمانت وركوي۔ ده دا خبرې د علامه محمد ايوب صفدر په مشرې كښې د ټول پنجاب څخه د مختلف مكاتب فكر نمائندګي كوونكو عل??اكرامو سره د خبرو په مهال وكړې كومو چې د خالي په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور هم موجود و۔ اولس مشر ووئيل چې په ټول هېواد كښې به د ??در??و او جوماتونو د رجسټرېشن عمل د ملكي قوانينو له مخې په سپېځلي ډول زر ترسره كړے شي۔ علامه ايوب صفدر د عل??او د پلاوي لخوا باور وركړو چې عل??ا كرام به پاكستان فلاحي رياست جوړولو او په هېواد كښې امن او امان باوري كولو لپاره حكومت سره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ د پنجاب ګورنر په دې موقع ووئيل چې حكومت به د ناموس رسالت پوره تحفظ كوي۔ د اسرائيل تسليم كولو په اړه په كوم تجويز غور نه كېږي۔ د پنجاب ګورنر ووئيل چې د مولانا سميع الحق شهادت حكومت او اولس لپاره د اندېښنې وړ دے٬ حكومت به د دې پېښې ذمه وار انجام ته رسوي۔ عل??اكرامو حكومت سره د بشپړه مرستې كولو اعلان وكړو۔