اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د اي ګورنمنټ او اي آفس اقدام بشپړ ملاتړ كولو سره وئېلي دي وزيراعظم دفتر به په دې لړ كښې تر ټولو اول عملدرآمد باوري كوي٬ټول وزارتونه به د دې تقليد كوي٬ډاكټر عشرت حسېن به په ټولو وفاقي وزارتو??و او څانګو كښې د پېپر ليس نظام ودې لپاره ټاكلې وخت كښې د عملدرآمد باوري كولو او د تږ لارې جوړولو كار تر سره كوې۔د زيارت په ورځ وزيراعظم دفتر كښې وزيراعظم عمران خان د انفارمېشن ??ېكنالوجي وزارت او ټېلي كميونيكېشن ??ه اړه بريفنګ واخست۔په غونډه كښې د خزانې وزير اسد عمر٬د انفارمېشن ??ېكنالوجي وزير خالد مقبول صديقي٬د قانون وزير فروغ نسيم٬د ميري ټائم آفيئرز سيد علي حېدر٬د وزيراعظم صلاحكار ډاكټر عشرت حسېن٬د انفارمېشن ??ېكنالوجي سېكتر معروف افضل٬د نجكارۍ سېكتر رضوان ملك او نور افسران هم موجود وو??وزيراعظم له د وزارت د كار دائره٬كردار او دې سره اړوندو څانګو ٬تنظيمونو پشمول د آئي ټي په څانكه كښې په موجوده صورتحال او د ټېلي كام سېكټر په اړه په چارو بريفنګ وركړې شو۔په دې مهال ووئيل شول پاكستان كښې د انفارمېشن ??ېكنالوجي په اړه د سرمايه كارۍ او د پرمختګ زيات صلاحيت شته٬د انفارمېشن ??ېكنالوجي وزارت سېكتر د وزارت جوړېدو نه تراوسه د وزارت د ك??رك??دګۍ پھ خاص توګه ذكر وكړو۔پھ غونډه كښې د آئي ټي څانګې سره تعلق لرونكو ځوانانو ستونزو ذكر كولو سره وزيراعظم د خزانې وزير ته سپارښتنه وكړه چې د آئي ټي پوهانو له د هغوي د معاوضې وركولو په اړه مكنزم جوړ كړي