لاهور 23 ستمبر (اے پی پی) د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د لوکل باډیز ??ه اړه غونډه وشوه۔د خالي په ورځ شوې غونډه كښې د اطلاعاتو وزير چوهدری فواد حسېن ، د پنجاب ګورنر چوهدری محمد سرور، د خېبر پښتونخواہ ګورنر شاہ فرمان، د پنجاب وزیر اعلی عثمان بزدار او د ګوند سینئر قیادت ګډون وكړو۔ وزیر اعظم میډیا آفس لخوا جاری شوې بيان له مخې په دې مهال وزیراعظم ووئيل اختیارات تر لاندې كچه منتقل کول د پی ټی آئی حکومت تر ټولو مهمه ایجنډاده د كومې مقصد چې اولس په صحیح معنو كښې خپلواكه كول دي۔ ده ووئيل اختیارات تر اولسې كچه منتقل كولو سره سره دې دا خبره باورېكړې شي چې اولس د خپلو نمائندګانو موث??ه احتساب وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل اختیارات تر لاندې كچه منتقل كول او لوکل باډیز ??ظام سره به نوې لیډرشپ راوړاندې كيدو کښې مرسته وشي۔ ده ووئيل تير وخت كښې په جمهوری نظام كښې يوه لويه مسئله دا هم وه چې د پارلماني غړو پام قانون سازی پلو كم او فنډز ترلاسه كولو پلو زيات ؤ۔ ده ووئيل د لوکل باډیز ??ظام مقصد اسټیټس ختمول دي، لوکل باډیز داسې نظام به معارفي كولې شي چې ورس??ه اولسې نمائندګان په كومه هم كچه بلیك میل نه كړې شي دغسې چې هغوي خپل پام اولسې ښېګړې پلو وكړې۔ وزیر اعظم عمران خان ووئيل د نوې نظام بنیاد به په جمهوری اقدار اډانه وي چې پكښې به ګورننس او شفافیت باورې كولې شي۔ ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې لوکل باډیز ??ظام له په راروانو 48 ساعتونو كښې حتمی شکل وركړې شي۔