اسلام آباد 29 اګست (اے پی پی)د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي يو اے اي د پاكستان مهم تجارتي او سرمايه كار ملګرے هېواد دے٬يو اے اي سره په زړه پورې اړيكو ته وده وركولو ته پام لرنه كوو ٬د پاكستانو په زړونو كښې د متحده عرب امارت لپاره يو خاص مقام دې۔ده دا خبره په پاكستان كښې د يو اے اي سفير حماد عبيد ابراهيم صالم الزعبي سره په خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره په خار??ه دفتر كښې ملاقات كولو۔د خار??ه دفتر وياند له مخې سفير شاه محمود قرېشي ته د خارجه وزارت په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د يو اے اي مشرتابه لخوا د نيكو هيلو پېغام هم ورورسولو۔خارجه وزير ووئيل پاكستان ?? مهم تجارتي او انويسټمنټ ملګرے حېثيت سره يو اے اي سره ښو اړيكو ته وده وركولو ته پام لرنه كوي ۔ده ووئيل د پاكستانو په زړونو كښې د يو اے اي لپاره خاص يو مقام دے۔ارواښاد شېخ زيد بن سلطان ??لنهيان ??ه د عقيدت پی??زو??نې وړاندې كولو سره خارجه وزير ووئيل ارواښاد د پاكستان ??ېښتونې دوست او د پاك يو اے اي اړيكو معمار ؤ ۔ده پھ پاكستان كښې د پوليو خاتمې او يو اے اي پاكستان مرستې پروګرام له مخې د هېواد لرې پرتو سيمو كښې د پرمختيائي پروژو مرستې لپاره د كراؤن پرنس شېخ محمد بن زيد النهيان كردار وستائېلو۔خارجه وزير هيله څرګنده كړه چې راتلونكې مياشت به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د يو اے اي هم څنګ سره ملاقات كوم۔د يو اے اي سفير د تجاويز هركلے وكړو