اېډنبرا ۔ 28 اګست (اے پی پی) د اولس مشر ممنون حسېن خوښې په احترام كښې د رائل کالج آف فزیشنز پاکستانو ډاکټرانو له د ټولو پېشه ورو امتحانونو پاكستان كښې د كولو پرېكړه كړې ده۔ د دواړو هېوادونو حكومتونه به په دې لړ كښې ډېر زر تفصيلات وضعه كړي۔ اولس مشر ممنون حسېن دستورې ته خپل خطاب كښې ووئيل د رائل كالج دې پرېكړې سره به زلمو پاكستانو ډاكټرانو ته د تح??يق غوره اسانۍ په لاس راشي۔ دې سره سره به د پاكستانو ډاكټرانو د تجربې او د درملنې ځانګړې تګلار هم د رائل كال?? څېړنې او طبي ادب لپاره ګټور ثابت شي۔ اولس مشر په زړه پورې پرېكړه كولو رائل کالج آف فزیش??ز او ذمه وارو كسانو له مباركي وركړه۔ دې څخه وړاندې د رائل کالج آف فزیش??ز اېډنبرا صدر پروفېسر ډاکټر ډیرک بیل اولس مشر ته د رائل کالج آف فیزیش??ز اعزازی فېلوشپ وركړو۔ دستورې څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې اولس مشر ممنون حسېن ووئيل دا د پاكستان زده كوؤنكو له غېر معمولي اساني ده۔ د رائل كالج دې پرېكړې سره به پاكستان كښې د طب څانګه ډېر پرمختګ وكړي۔ اولس مشر ووئيل د تېرو 5 كلونو په مهال هېواد كښې د پرمختګ ډېر كارونه شوي ۔ نوې حكومت بايد دغه كارونه روان وساتي او دا په وخت بشپړ كړي۔