اسلام آباد 27 اګست (اے پي پي) د ګستاخانه خاكو معامله به د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ٬ د داسې ډول حركتونو په ضد به اجتم??عي غږ پورته كولو لپاره او آئ?? سي سره په ګډه لائحه عمل لپاره هڅې كوٶ۔ وزيراعظم عمران خان دا خبرې په سېنېټ غونډه كښې كړې۔ عمران خان ووئيل د ګستاخانه خاكو معامله به ستمبر كښې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ كښې پورته كوٶ ٬ زه د لوېديزو په ذهن پوهېږم ٬ هلته ټولنه د اظهار د آزادۍ قائله ده او هغوي په دې خبره نه پوهېږي چې مونږ د حضور نبي كريم ۖ سره څومره مينه لرٶ٬ ده وو??ېل زمونږ جذبات څه دي په دې هغوي نه پوهېږي ٬ هلته دا ډول حركت د سلمان رشدي د شیطاني آیاتونو نه پس څومره ځله رامخې ته شوې٬ ده وو??ېل لويديزو هېوادونو ته مسلمانانو څخه د كركې كولو موقع په لاس ورغلې چې ھغوي مسلمانانو ته د اظهار د آزادۍ په نامه پېغور وركړي ٬ ده وو??ېل مونږ به او آئ?? سي په دې معامله يو موټے كوو ٬ ده وو??ېل بيا بيا دا ډول پېښې رامخې ته كېدل د مسلمانانو ناكامي ده۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل او آئ?? سي په دې لړ كښې بايد ستراتيژي جوړه كړي ٬ په څلورو اروپائي هېوادونو كښې په هولو كاسټ قانون جوړ شوې