اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي) د بشري حقونو او د كش??ير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي نګران وزيرې ??وشن خورشيد بروچا وئيلي دي چې پاكستان تل په مقبوضه كش??ير كښې په بې ګناه وګړو د هندي ظلمونو او بربريت غندنه كړې۔ يو نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې هغ?? ووئيل چې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرې په مهال ګڼ شمېر بې ګناه وګړي شهيدان او ژوبل كړي دي۔ هغ?? د كشميري وروڼو او خوئېندو په ځاني زيان خواشيني ښودلو سره د ملګرو ملتونو څخه د كش??ير د صورتحال جاج اخستلو لپاره د پلاوي لېږلو غوښتنه هم وكړه۔ هغ?? ووئيل چې هند په مقبوضه كش??ير كښې په لويه پېمانه د بشري حقونو څخه سرغړونه كوي او د ملګرو ملتونو معائنه كوونكې ډله هم بې لارې كوي۔ هغ?? ووئيل چې د كش??ير خلق د خپلواكې خپل بنيادي حق لپاره سوله ايزې هڅې كوي۔ د ټولټاكنو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغ?? ووئيل چې ټولټاكنې به په خپل ټاكل شوي وخت كېږي۔ د افغان كډوالو په اړه هغ?? ووئيل چې افغان كډوال د كال 1970م څخه ??ه پاكستان كښې موجود دي٬ بايد دوي اوس خپل هېواد ته ستانه شي۔