اسلام آباد 21 مئی (اے پی پی) د خزانې دوهم وزير رانا محمد افضل وئېل?? دي كه مسلم ليګ(ن)د توان 13 نوې پروژې نه وې لګولې نو هېواد به د توان بحران سره مخ ؤ ٬دا مهال اضافي برېښنا موجود ده٬دسټربيوشن نېټ ورك كمزورې دے كوم به چې تر جون بشپړ شي۔د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې اے پي پي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل نواز شريف د پاكستان بيانيه قوي كولو خبره كړی٬پاكستان مسلم ليګ(ن) چې كله په 2013 كښې پ?? اقتدار له راغلو نو هغه وخت هېواد د توان بحران سره مخ ؤ خو پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د خپل وژن ا?? سياسي بصيرت څرګندونه كولو سره هېواد د توان بحران او د ترهه ګرۍ ختمولو ل?? اقدامات وكړل۔ده ووئيل نن نه يوازې خپلې پېل كړی پروژې ب??پړې كړی شوي ??لكې د تېر وخت په اربونو روپو پروژې هم بشپړې كړی شوي ?? كومې اعزاز چې محمد نواز شريف او حكومت ته ترلاسه دے۔ده ووئيل مسئله يوازې د دسټري بيوشن نېټ ورك ده كومه به چې ب??لولې شي۔ ده ووئېل تر څو چې ډسټري بيوشن نېټ ورك نه وي ??دل شوې نو د ضروري مرمت لپاره به د برېښنا بندولو مسئله رامخې ته كېږي۔هيله لرو چې تر جون به د ډسټري بيوشن نېټ ورك بدلولو نه پس دا مسئله حل شي