اسلام آباد ۔ 15 مئی (اے پی پی)د منصوبه بندۍ ٬ پ??مختګ او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د فنانس ډويژن منصوبو له تر دې دمه په مجموعي توګه 13اربه 58 کروړه 67 لكهه څخه زياتې روپې جاري كړې دې۔ حكومت د ډويژن پرمختيائي كارونو له د 20 اربه 92 کروړه ??وپو فنډز بېل كړي ۔ د پلاننګ كمېسيون لخوا جاري شوو شمېرو ترمخه حکومت کېډټ ??ال?? خاران له 16 کروړه 20 لكهه، سی ډی اېن اې?? پراجېکټ له 7 کروړه 93 لكهه، سبی رکھنی روډ جوړولو له 70 کروړه، د اېن 70 تا اېن 55 سړك پراختيا له 40 کروړه، ګرېټر کراچی سېورج پلانټ له 1 ارب 50 کروړه، ګرېټر کراچی واټر سپلائی سکیم له 6 ارب 99 کروړه، ګوادر ډوېلپمنټ اتھارټی له 50 کروړه، د سی پېک منصوبې تر سېوري لاندې د څښلو پاكو اوبو له 1 ارب 95 کروړه، تھر پار کر كښې د 100 مېګاواټ پاور پلانټ لپاره د 30 كروړه ??وپو پشمول بېلو پرمختيائي منصوبو له فنډز جاري كړې دے۔