اسلام آباد 18 اپرېل(اے پي پي) د شنګھائي تعاون تنظیم (اېس سي او) د خارجه وزيرانو غونډه به په 24م اپرېل بيجنګ كښې كېږي۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف به په غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كوي۔ غونده كښې ب?? د ??ړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې او په سيمه ايز او نړيوالو چارو بحث ك??لې شي۔ د چين خارجه وزير وانګ ئي ب?? د ??ونډې مشري كوي۔ غونډه كښې به جون كښې په چين كښې د اېس سي او مشرانو د غونډې و تيارو جاج اخستلې شي۔ دا خبرې د چين د خارجه وزير وياندې د شورو په ورځ د د اوونيز بريفنګ په مهال كړې۔ وياندې ووئيل په غونډه كښې ب?? د ??وس، پاکستان، قزاخستان، کرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او هند خارجه وزيران او د اېس سي او عمومي سېكتر ګډون كوي۔ وياند ووئيل چې اېس سي او كښې د پراختيا نه پس د خارجه وزيرانو په كچه دا وړومبۍ غونډه ده