اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) پاكس??ان په مقبوضه كشمير كښې د هند قابض ځواكونو لخوا د طاقت د وحشيانه استعمال سخته غندنه كړې د كوم په نتيجه كښې چې 11 بې كناه كشميريان شهيدان شوي دي۔ د اتوار په ورځ د خارجه وزارت لخوا جاري شوي د غندنې په بيان كښې پاكس??ان وئيلي دي چې د هند قابض ځواكونو لخوا د طاقت د استعمال په نتيجه كښې په شوپيا او انت ناګ كښې كم نه كم 11 بې ګناه ځوانان شهيدان شوي دي او دا هم اطلاعات دي چې دا وحشيانه كرېك ډاؤن لا هم روان دے او په مظاهرچيانو او په خاص توګه په ماشومانو او مېرمنو د پېلټ ګن استعمال كولې شي۔ انټرنېټ سروس بند كړے شوےِ٬ دا د بې ګناه كشميريانو د سرټيټولو او تر فشار لاندې د راوستلو يوه بله هڅه ده۔ وياند ووئيل چې دې اقدام سره د هند څېره يو ځل بيا بې نقابه شوې۔ د هند د رياستي تشدد غېر انساني او بدنما څېره رامخې ته شوې كوم چې د څو لسيزو نه د كشميريانو په ضد داسې كارروائې كوي۔ وياند ووئيل چې پاكس??ان څو ځله وئيلي دي چې د هند لخوا داسې اقدامات قصدا او په منظم ډول د كشميريانو د عزم ماتولو هڅه ده خو سره د دې بدنما كارروائيو د كشميري اولس عزم ته ماتې ورنه كړې شوه۔ د مقبوضه كشمير بهادر او جري اولس بار بار احتجاج كوي او په يو صورت هم د دوي د خپلواكې د هڅو جذبه نه شي څوك كمولې او نه به هند كامياب شي چې د كشميريانو هڅې ترهګرې سره وتړي او نړۍ ګمراه كړي۔ وياند ووئيل چې پاكس??ان د جمو كشمير اولس سره يووالي كوي٬ مونږ ??ړي??الې ټولنې ته وايو چې هغ?? دې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو نوټس واخلي چې پكښې بنيادي انساني حق شامل دے٬ِ ??ړي??الې ټولن?? دې په هند فشار واچوي چې دغسې هغه د دې شرمناك سزاګانو كلچر بند كړي كوم چې د تېرو څو لسيزو نه روان دے۔ پاكس??ان ??ړي??الې ټولنې ته وئيلي دي چې هغ?? دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشمير شخړې پوخ حل لپاره خپل كردار ترسره كړي۔