اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) علامه اقبال اوپن پوهنتون اسلام آباد د “پاکستانی زبانیں اور نو آبادیاتی ادب” په سرخط ددوه ورځني نړيوال كنفرنس په دوهمه برخه كښې د ايران تهران پوهنتون او د مصر جامعه ازهر سره د اردو ژبې او ادب په لړ كښې دوه اړخيزه مرستې له د مفاهمت يادښت لاس ليك كولو دستوره ??شوه۔ د اوپن پوهنتون د اردو څانګ?? دستوره ??ښې تهران پوهنتون سره د مفاهمت يادښت د اردو څانګې صدر ډاکټر محمد کیو مرثی او د اوپن پوهنتون لخوا د اردو څانګې چيئرمېن ډاکټر عبدالعزیز ساحر لاس ليك كړو۔ دغسې د مصر جامعه ازهر سره ??ه لوظنامه د جامعه ازهر د اردو څانګې صدر پروفیسر ډاکټر ابراهیم محمد ابراهیم او د اوپن پوهنتون ډاكټر عبدالعزیز ساحر لاس ليك كړه۔ د دې لوظنامو ترمخه د درې واړو پوهنتونونو شريكو ګټو لپاره به د استاذانو او طالبعلمانو ترمينځھ د نېغ په نېغه رابطو ډاډګيرنه كولې ش??۔ درې واړه ادارې به تحقيقي هلې ځلې ٬ بېل كورسونه ٬ د تعليمي او تربيتي پروګ??ام??نو تجربې يو بل سره ګډوي۔