اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ??هيل امان د پاك فضائيه وړومبني پاكستاني كمانډر انچيف ايئر مارشل ??صغر خان په مړينه غمرازي ښكاره كړې ده ۔ د ايئر مارشل ??صغر خان خذماتو ته د عقيدت پېرزوئنې ??ړاندې كولو سره ايئر چيف پخپل پېغام كښې وئېلي دي ايئر مارشل ??صغر خان د پاك فضائيه لپاره د لارې مشال ؤ٬ د هغه پشان باني پاك فضائيه لپاره د افتخار وړ ؤ٬ هغه د اعلٰی كردار٬غېر معمولي وظيفائي صلاحيتونو ??و د غېر متزلزل عزم پيكر ؤ۔هغه په ډېره لنډه موده كښې نوې ايئر فورس د قائداعظم د بصيرت له مخې پھ يو قوي پوځي قوت بدلولو لپاره خواري كړې ۔ايئر چيف ووئيل پاك فضائيه د هغه په خذماتو هغه ته پیرزوئنې ??ړاندې كوي۔د ده د كارنامو له امله پھ راتلونكو وختونو كښې به هم ايئر مارشل ??صغر خان د فادر آف پاكستان ايئر فورس په توګه ياد ساتلې شي۔ايئر مارشل ??صغر خان په كال 1921م كښې د جنورۍ په 17مه نېټھ د جمو كشمير د پوځي رواياتو پھ يوه ځلانده كورنۍ كښې زېږېدلې ؤ ۔د ايچي سن كالج څخه د زده كړو ترسره كولو نه پس هغه په دسمبر كال 1940 كښې پھ رائل انډين ايئر فورس كښې ګډون كړے ؤ ۔ هغه د يو ځوان فائټر پائېلوټ په توګه د برما په مقام په دوئم لويې جنګ كښې ګډون كړے ؤ ۔په كال 1947 كښې د پاكستان جوړېدو نه پس د هغه تبادله رائل پاك فضائيه ته وكړې شوه او هغه د رائل پاك فضائيه كالج رسالپور وړومبې كمانډنټ جوړ شو۔هغه د آزادۍ نه سمدستي وروستو د پاكستان او هند ترمينځه د كشمير پھ محاذ په وړومبني جنګ كښې ځانګړي خذمات ترسره كړل۔هغه ته د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح د رائل پاك فضائيه ټريننګ سكول رسالپور ته په راتل??و د هركلي كو??و درنښت هم ترلاسه ؤ۔پھ جولائي كال 1957 كښې هغه د 36 كلونو په عمر كښې تر ټولو كم عمره پاكستانې ??مانډر انچيف جوړ شو۔د كمانډر انچيف په حېث ايئر چيف مارشل ??صغر خان نوې جيټ٬بمبار٬مسافر بردار٬تربيتي الوتكې او چورلكې شاملولو سره پاك فضائيه په جديد فضائي قوت بدل كړه۔ د هغه په مشرۍ كښې پاك فضائيه بي 57 بمبرز٬ ټي ۔ 37 ټونټي برډز٬ اېف ۔86 ٬ سبريس٬سټار فائيټرز٬ اېف ۔ 104 او سي130 هركوليس الوتكې په فضائي بېړۍ كښې شاملې كړې شوې۔د هغه د خذماتو پھ اعتراف كښې پي اے اېف اكېډمي رسالپور په كال 2017م كښې د ايئر مارشل ??صغر خان په نوم منسوب كړې شوې ده