اسلام آباد 25 دسمبر (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان وئيلي دي چې پاكستان د ډېرو قربانيو په نتيجه كښې جوړ شوے٬ پاكستان لپاره د هند د لكونو په شمېر مسلمانانو خپل ژوند قربان كړې٬ ?? پاكستان جوړېدو په مهال مېئندو خوئېندو كوهيانو ته دانګلو سره خپل عزتونه بچ كړي دي٬ پاكستان يو نظرياتي هېواد دے او حفاظت ئې زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ ده دا خبرې د قائداعظم ورځې موقع د لوك ورثه تر سيوري لاندې د فېډرل ډائرېكټورېټ په مرسته د قائداعظم ورځې په لړ كښې جوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال او خبريالانو سره ??ه خبرو كښې وكړې۔ په دې موقع د لوك ورثه اېګزېكټو ډائرېكټره ??وزيه سعيد او د بېلا بېلو پوهنتونونو او ك??لجونو زده كوونكي په لويه شمېره ??وجود وو۔ وفاقي وزير د دستورې په مهال د ګډون زده كوونكو د فن د مظاهرې ستائنه وكړه او وې وئ??ل چې پاكستان ډېر مهم هېواد دے٬ كوم چې د يو نيم سل هېوادونو نه څو درجې بهتر دے۔ ده ووئ??ل چې پاكستان پرمختګ كوونكې هېواد دے خو ورسره اټومي طاقت دے٬ دلته بشري حقونه ساتل كېږي٬ پارلمان او مېډيا آزادي لري۔ ده ووئ??ل چې ?? پاكستان معيشت په تندې سره ??رمختګ كوي او د تېرو څلورو كلونو په مهال معيشت ښه شوے۔ ده ووئ??ل چې زمونږ په هېواد كښې هېڅ كمې نشته ځكه بايد مونږ په خپل هېواد فخر وكړو۔ وفاقي وزير د لوك ورثه مشرې فوزيه سعيد او د هغې ډلې ته په جشن جوړولو مباركي وركړه۔ دستورې ته د لوك ورثه مشرې فوزيه سعيد هم وېنا وكړه۔