اسلام آباد 03 اکتوبر (اے پی پی) د قانون وفاقي وزير زاهد وئېلي دي د ختم نبوت قانون ختمولو يا د دغې اثر كمولو پھ اړه ??وچ هم نشو كولې ٬د ټاكنو كانديد حلف نامه پھ فارم اے كښې هم دا شق شته ٬دا فام پھ ګزټ نوټيفيكېشن كښې موجو دے٬انتخابات بل كښې مونږ كوم يو كس ته د ګټې رسولو لپاره منظور نه ده وركړی بلكې دا د ايوب خان او مشرف دور يو تور قانون ؤ كوم چې په پولټ??كل پارټيز ايكټ كښې شامل كړی شوې٬دا مونږ د انتخابي اصلاحات كم??ټۍ راپور ترمخه ختم كړی۔د نهې پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي پھ وېنا وفاقي وزير پھ سوشل مېډيا د ختم نبوت په اړه ?? خپور شوي ډس انفارمېشن سپيناوي كښې ده ووئيل زه په دې حېران شوې يم چې مخالفې ډلې وئېلي چې موڼږ دا بل به دهوكه منظور كړی ٬ ده ووئېل مونږ كوم يو وګړي ته ګټې رسولو له دا بل نه دې منظور كړی ۔ ده ووئېل د 1962 د آئين پھ سېكشن ٥ كښې ليكلې شوي چې دوه كاله څخه زياته د زندان سزا خوړونكې غړې به نااهله نه وي۔دا د ايوب خان دور آمرانه قانون ؤ كوم چې تر 1975 دوام لرلو۔ ده ووئېل ذوالفقارعلي بهټو دا شق پولټ??كل پارټيز ايكټ سره ختم كړی ؤ ۔په كال 2000 كښې پروېز مشرف دا په پولټ??كل پارټيز ايكټ كښې شامل كړو۔ ده ووئېل د پوليټ??كل پارټيز آرډر 17۔11۔2014 د كم??ټۍ غونډه كښې جاج واخستلې شو۔ده د كم??ټۍ غونډه كښې د شق ختمولو رېكارډ هم ايوان ته وړاندې كړو٬مونږ پھ دې اړه ?? كم??ټۍ راپور نه يوازې ايوان ته وړاندې كړو بلكې د يو يو غړي پشمول وېب پاڼه مو تفصيلات وړاندې كړې۔كمېټۍ ته ترلاسه شوو 631 وړاندېزونو كښې يو وړاندېز هم د دې شق پھ اړه نه و راغلې۔دكمېټۍ په آخري څو غونډو كښې اختلافي نوټ راغلل او هغه هم د پولټ??كل پارټيز آرډر د دې شق په حقله نه وو۔غړو راپور لوستلې نه دې او په مونږ يې تور ولګولو دغسې د سېنېټ كم??ټۍ د بل جاج واخست او كله چې بل سېنېټ ته وړاندې شو نو دغلته پھ دې اړه ??دلونونه راغلل۔ ده ووئېل زمونږ مقصد كوم يو كس ته ګټه رسول نه وو او پھ مونږ په دهوكه د بل منظورولو تورونه د حقائقو په ضد دي۔ده ووئيل مونږ دا تصور هم نشو كولې چې د ختم نبوت قانون ختم كړو يا ئې اثر كم كړو