اسلام آباد ۔ 14 فروری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د ترك اولس مشر لخوا د كشمير او اېف اے ټي اېف ډول مهمو مسئلو په ا??ه كلك او ښكاره دريځ درلودل غېر معمولي او مثالي دے۔ په پاك ترك سفارتي رابطو كښې د زرين باب اضافه ش??ې۔ وخت راغلے چې مونږ خپلې رابطې په اقتصادي شراكتدارۍ بدلې كړو۔ اقتصادی سټرېټېجک فرېم ورک سره به دوه ا??خيزه معاشي اړيكې لا مخ په بره لاړې شي۔ ده ووئيل ترك اولس مشر رجب طيب اردوان چې د پارليمان شريكې غونډې ته خطاب كښې د مهمو مسئلو په ا??ه كوم كلك او ښكاره دريځ خپل كړې هغه مثالي دے۔ د ترك اولس مشر خپل خطاب كښې د كشمير مسئلې ته خپله او د تركو مسئله وئيل لويه خبره ده او داسې بيان وړاندې د كوم ترك اولس مشر لخوا نه دې رامخې ته ش??ې۔ ده ووئيل زه دا ګڼم چې زمونږ په سفارتي رابطو كښې د يو زرين باب اضافه ش??ې ۔ ترك اولس مشر دا هم ښكاره پېغام وركړې چې د اېف اے ټي اېف په معامله تركيه د پاكستان سره ولاړ دے او وي به۔ ده ووئيل وخت راغلے چې مونږ خپلو كښې رابطې په اقتصادي شراكتدارۍ بدلې كړو۔ خارجه وزير ووئيل اقتصادی اسټرېټېجک فرېم ورک سره به د پاكستان او تركيه ترمينځھ معاشي اړيكې مخ په بره لاړې شي۔ ده ووئيل خارجه دفتر په ش??ه او ورځ كار كولو تركيه سره لوظنامو ته حتمي شكل وركړې او نن د دواړو هېوادونو ترمينځھ 12/13 يادښتونه لاس ليك كېدل امكان لري ۔