اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) خ??ص عدالت پخوانې اولس ??شر پروېز مشرف ته په سنګين غدارۍ كېس كښې د سولۍ كولو سزا اورولې ده۔ د نهې په ورځ د جسټس وقار احمد سېټه په مشرۍ كښې درې كسيزه خ??ص عدالت د كېس سماعت وكړو۔ په دې موقع د پروېز مشرف وكيل رضا بش??ر عدالت ته خو??ست وكړو چې ما ته د دلائلو وركولو اجازه دې راكړې شي په دې عدالت ووئيل چې په دې د وړاندې نه د 15 ورځو مهلت وركړې شوې دې٬ نور وخت نه شي وركولې كېدې٬ كه دلائل وركول غواړۍ نو وركړئ۔ د سماعت په مهال د استغاثه لخوا د پخوانې وزيراعظم شوکت عزيز، پخواني چيف جسټس عبدالحميد ډوګر او د قانون پخواني وزير قانون زاهد حامد په كېس كښې د فريق جوړولو لپاره خو??ست عدالت ته وړاندې كړې شو چې پرې عدالت ووئيل چې استغاثه ته په عدالت كښې د خو??ست كولو خو طريقه كار هم نه ده معلومه۔ د دې نه پس عدالت د لنډې دمې نه پس پرېكړه اورولو سره پخوانې اولس ??شر او د پوځ پخوانې سرلښكر پروېز مشرف ته د مرګ سزا واوروله