اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي تېر يو وخت حكومت هم د ماحولياتي بدلون په اړه اندېښنه نه ده څرګنده ??ړې٬ دا وړومبنې حكومت دے چا چې د ماحولياتې بدلون د اغيز مخنيوي لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي٬ د ښارونو پراخه كولو په ځائ به مونږ له ګن منزله ودانۍ جوړوو ته پام ګرځول ووي ٬د اقتدار ترلاسه كولو نه وړاندې زما دا عزم ٶ چې اقتدار كښې د راتللو سره به د ماحولياتې بدلون مسئلې ته پام لرنه كول وي٬ هم دا وجه ده چې په خېبر پښتونخوا كښې په كال 2013 كښې د اقتدار ترلاسه كولو نه پس مونږ د بېليون ټري منصوبه پېل كړه٬ د دې منصوبې پېل په مهال معلومه شوه چې ټمبر مافيا يوه لويه مسئله ده ??ه چا چې هېڅ بنديز نشته٬ لس محافظان دوي وژلې دي٬ پ?? تېرو لسو كالو كښې په لاهور كښې 70 فيصده ??نې وهلې شوي ٬ هم دا سوب دې چې لاهور زيات لوګے لرونكې ښار دے۔ د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د درې ورځني اووم اسيائي سيمه ايز كنزروېشن كنفرنس پرانستې غونډې ته وزيراعظم ووئيل ټول مذهبونه د انسانيت د خېرښګړې درس وركوي٬ پاكستان لوړ غرونه٬ لوېې صحراګانې او ګڼ ځنګلونه لري٬ زه په ھغه خوش قسمته پاكستانيانو كښې يم چا چې د پاكستان د ټولو سيمو سېل كړې۔ ده ??وئيل په ښارونو كښې مېشته زياتره پاكستانيان د پاكستان قدرتي حسن نه شي ليدلي٬ مونږ له د سباٶن د نسلونو احساس تر مخه پرېكړې كول دي٬ پاکستان د قدرتي حسن او وسائلو نه ډك هېواد دے۔ ده ??وئيل كله چې زه وزېږېدم نو د پاكستان آبادي 4 كروړه وه او نن 22 كروړه ده۔ ده ??وئيل په وړومبي ځل يو حكومت په لويه كچه د ماحولياتي تحفظ لپاره ګامونه پورته كړې۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې په بېليون ټري سونامي منصوبه كښې ځائي آبادي هم شامل كړې شوې او هم دا د دې منصوبې د كاميابۍ فارمولا وه٬ پ?? خېبر پښتونخوا كښې د دې منصوبې له مخې انفراسټركچر جوړ كړې شوې او نرسرۍ جوړې كړې شوي او بيا د اولس د شموليت نه پس دې منصوبې ته حتمي شكل وركړې شو۔ ده ??وئيل په خېبر پښتونخوا كښې د ټمبر مافيا په شكل كښې لوے چېلنج رامخې ته دے٬ مونږ ټمبر مافيا لپاره اقدامات كړي ٬ مونږ ته معلومه شوې وه چې لس ګارډز د ټمبر مافيا په ضد هلو ځلو كښې د ځانونو قربانې وركړي۔ ده ??وئيل مونږ د ماحولياتي خېرنوالي له مخې د لس اربه ونو نالولو قامي منصوبه پېل كړې٬ د پاكستان د آبادۍ 60 فيصده برخه په ځوانانو مشتمله ده٬ دوي دې پلو راغب كولو سره دا منصوبه كاميابېدې شي۔ ده ??وئېل ماشومان د ماحولياتي خيرنوالي نه خبرولو لپاره دا د نصاب برخه جوړوٶ ځكه چې د ماحوليات تحفظ هم د دوي غوره سباٶن دے۔ ده ??وئيل مونږ له خپل دريابونه پاكول دي٬ فضائي الودګۍ نه ځان خلاصول دي۔ ده ??وئيل كله چې زه د 70 په لسيزه كښې ډيلي ته تللې ووم نو ډيلې يو پاك او صفا ښار ٶ خو اوس ھغه په خيرنوالي كښې د لاهور برابر دے۔ ده ??وئېل لاهور دا مهال زيات آلوده ښار دے٬ پ?? تېرو لسو كالو كښې دلته 70 فيصده ??نې وهلې شوې چې په سوب ئې دلته لوګي زيات شوي۔ ده ??وئيل زه په لاهور كښې ماشوم لوې شوې يم ٬ دا ښار پاك ٶ۔ وزيراعظم ووئيل كوم خلق چې د ماحولياتي خيرنوالي په خطر پوهه شوي ھغوي عظيم انسانان دي۔ ده ??وئيل په كليوالو سيمو كښې مېشته خلق فطرت سره نزدې ژوند تېروي٬ كله چې د 90 په لسيزه كښې د ګلوبل وارمننګ خبره كېدله نو خلقو به ټوقې ګڼلې٬ اوس ګليشيئر په تندۍ سره ويلي كېږي۔ وزيراعظم عمران خان د كنفرنس د ګډون كولو هركلې كولو سره هيله څرګنده ??ړه چې د ماحولياتي خيرنوالي لاره نيولو له به دا كنفرنس ګټور وګرځي