اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ډاکټر عارف علوي په ټول قام او په خاص توګه په ځوانانو زور رواړې چې ھغوې هر درې مياشتې پس په باقاعدګۍ سره وينه عطيه كوي٬ دا د انسانيت لوے خدمت دے٬ د دې اجر په دنيا او آخرت دواړو كښې تر لاسه كېږي٬ د پاكستان اولس ډېر شتمند دے او د حاجت مندو د زړه د اخلاصه مرسته كول د مسلمانانو ميراث دے۔ اولس مشر دا خبرې د پاکستان هلال احمر سوسائټي تر سېوري لاندې د كال 2005 زلزله ځپليو په ياد كښې دستورې ته خپلې و??نا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان قام دا مزاج لري چې هر نېك كار نه مخ نه اړوي او په ھغې كښې برخه اخلي٬ د كال 2005 د زلزلې نه پس د خلقو غبرګون زمونږ په وړاندې در۔ ده ووئيل د پاكستان د هر ښار نه خلق د مرستې سامانونو سره د ځپليو مرستې لپ??ره راوتلې وو كومو چې ځپليو لپ??ره د مرستې د جذبي لرلو عكاسې كوله او هم دا د رامخې ته كېدونكو قامونو علامت دے۔ ده ووئيل پاکستان د 30 ٬ څلوېښت لكه افغانانو كوربتوب كړ?? چې پكښې ورته ډېرې مسئلې هم رامخې ته شوې و?? خو كله د دوي په ضد خبره نه ده شوې۔ ده ووئېل نن تركيه هم د 30 ٬ 35 لكه سوريې كډوالو كوربتوب كوي٬ دا د مسلمانانو ميراث دے٬ زمونږ خوږ نبيۖ پخپله تكليفونه برداشت كړي خو د حاجت مندو ئې تل مرسته كړ?? او دا مونږ لپ??ره مثالونه دي۔ ده ووئيل كه د آبادۍ دوه فيصده خلق په باقاعدګۍ سره وينه عطيه كړي نو د وينې كمې به نه پېښېږي۔ اولس مشر ووئېل ما هر درې مياشتې پس د وينې عطيه كولو هڅه كړ??٬ د هېواد ځوانانو ته هم اغږ كوم چې ھغوي هر درې مياشتې پس په باقاعدګۍ سره وينه عطيه كوي۔ ده ووئيل هېواد كښې د صحت مسئلو ته مونږ پاملرنه كوو٬ هېواد كښې د سينې سرطان د مخنيوي په اړه كمپائن روان دے بايد د ټولنې ټول كسان خپلې هڅې وكړي۔ ده ووئيل د صحت په اړه د مسئلو لرې كولو لپ??ره د علماﺀ كرامو كردار مرستياله ګرځېدې شي۔(ګ ل