اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې ا?? رېونيو سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ سره د زيارت په ورځ د اپټما، پي سي جے اے، کسان اتحاد او د نورو تنظيمونو عهدېدارو ليدلي دي ۔ په دې موقع د وزيراعظم د خزانې سلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ ش??خ ووئيل په اوسني حكومت كښې د كركيلي څانګې پرمختګ ته پام ګرځولې شوې٬ تېره اوونۍ كښې 250 اربه روپۍ د كركيلي څانګې بهترۍ منصوبې لپ??ره منظورې كړې شوې۔ په دې موقع د اړوندو چا??و پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چا??و او د پومبې راتلونكي سيزن كښې كروندګرو له د مسابقتي بيعې باوري كولو په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع عبدالرزاق داٶد، صاحبزادہ محمد محبوب سلطان، شبر زېدي او د خزانې وزارت لوړ پوړو هم ملاقات كښې ګډون كولو۔ ډاکټر عبدالحفيظ ش??خ ووئيل حكومت د پومبې كروندګرو د ستونزو نه خبر دے٬ حكومت به نه يوازې كروندګرو ته ښه بيعه وركوي بلكې په دې كښې به مراعات هم وي او دې سره به د پومبې پېداوار هم زيات شي۔ ده ووئيل حكومت په دې لړ كښې په مختلف آپشزن غور كوي او د پومبې كروندګرو تحفظ لپ??ره انتظامات كوي۔ ده د اپټما، پي سي جے اے او نورو ډلو ته ووئيل ھغوي دې د اېف بي آر او تجارت وزارت چا??واكو سره ملاقات وكړي او پخپلو مسئلو ورسره بحث وكړې او په راتلونكو كښې په حقيقت آډانه تجويزونو ته حتمي شكل وركړې دغسې چې دا تجويزونه حكومت له پرېكړه كښې مرستياله وګرځي