اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) خار??ه سېكتر د ګل په ورځ پاکستان كښې د هند هائي كمشنر خارجه دفتر ته ر??بل??و سره د هند لخوا د مقبوضه کشمیر خاص حېثیت د بدلولو په اعلان او هلو ځلو احتجاج كړې دې۔ خار??ه سېكتر هندي هائي كمشنر ته ووئيل چې پاكستان د مقبوضه کشمیر پحقله د هند اقدامات په واضح توګه رد كوي ځكه چې دا د نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد دي۔ خار??ه سېكتر ووئيل چې پاكستان به د جمو او كش??ير د اولس د خپلواكۍ د حق ترلاسه كولو سياسي٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي