اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د پاكستان او امريكې د اړيكو په مستحكم كولو كښ?? د اولس مشر ټرمپ لور ايوانك?? ټرمپ هم مثبت كردار ترسره كوي٬ ايوانك?? ټرمپ سره د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال زلفي بخاري په ملاقات كښ?? هغې د پاكستانو مېرمنو بااختياره كولو لپاره د مرستې وړاندېز كړے٬ د هيومن ريسورس ډويلپمنټ٬ روزګار ودې او احساس پروګرام لپاره ملاتړ خوشبينه دے۔ تېره ورځ په خپل يو ټويټ كښ?? هغې ووئيل چې د ايوانك?? ټرمپ لخوا په پاكستان كښ?? د مېرمنو د فلاح په پروژو كښ?? دلچسپي به د وزيراعظم عمران خان د مېرمنو بااختيار كولو د وژن په ترسره كولو كښ?? مرسته كونكې ثابته شي۔ د مېرمنو حقونه زمونږ د دين او د آئين برخه دي٬ د دې نه علاوه په اقتصادي مېدان كښ?? هم كاميابې لپاره د مېرمنو معاشي پرمختګ ضروري دے۔ هغې ووئيل چې په ټوله نړۍ كښ?? هغو ټولنو پرمختګ كړے چرته چې د ژوند په ب??لا بېلو څانګو كښ?? مېرمنو مركزي كردار ترسره كړے۔