پېښور 13 جولائي (اے پي پي) ??اک??تان كښې د چين قونصلر چ?? وي وئيلي دي د رشكئۍ اقتصادي زونز جوړېدو سره به يو خوا په لويه كچه سرمايه كار په دې مصنوبه كښې سرمايه كاري وكړه نو بلخوا به يو نيم لك كسانو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي او د صوبې معيشت به ښه شي۔ پېښور كښې د چين د كلتوري مركز چائنا ونډو دورې په مهال خبرو كښې چ?? وي ووئيل د چين حكومت په خاص توګه پاكستان كښې د چين سفير ياٶ جنګ خوښي لري چې د سي پېك خواږه پېښور او خېبر پښتونخوا كښې هم وليدلې شي۔ ده ووئيل دا د خوشحالۍ خبره ده چې د سي پېك له مخې صوبه كښې په شپږو لويو منصوبو كار روان دے۔ ده ووئيل د دواړ?? هېوادونو د دوستۍ او ورورولۍ عملي ثبوت دا دے چې د چين او پاكستان اړيكې لا قوي كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووېيل سي پېك پاكستان كښې د معاشي او اقتصادي پرمختګ منصوبه ده كومه چې به نه يوازې منطقه كښې د امن سوب وګرځي بلكې يو ??مې?? هېوادونه به د تجارت د لارې يو بل سره وتړلې شي