اسلام آباد 03 مئي (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د مسلم لیګ (ن) اوسنۍ نامزدګۍ د ګوند كورنۍ معامله ده٬ نامزدګو سره د شهباز شريف خپل ګوند په سكته كښې دې٬ د ګېنګ آف فور نه علاوه د ګوند مشرانو د بدلون نه خبر نه دي٬ نه ډيل كېږي او نه ډهيل وركولې كېږي٬ اتلسم بدلون هېڅوك نه چېړي٬ د صدارت?? نظام خبرې لغو او بې معنې دي۔ د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې خارجه وزير د مسلم ليګ لخوا د اوسنۍ نامزدګۍ “چېلنج آف ګارډز” ګرځولو سره وېيلي دي چې د مسلم لیګ (ن) اوسنۍ نامزدګۍ د ګوند كورنۍ معامله ده خو د پارلماني مشر ناڅاپه بدلون سره د پارلمان كاروائي ځپلې كې??ي۔ ده ووئيل د پارلماني ليډر په بدلون خو زمونږ هم تعلق جوړېږي ٬ زمونږ يو بل سره مرسته ضرو??ي ده٬ په جمهوريت كښې كه د ايوان مشر ته اړتيا وي نو د مخالفې ډلې مشر خپل كردار لري او دوي د يو بل نه لا تعلق كېدې نه شي۔ ده ووئيل پي اے سي د پارلمان مهمه كمېټي ده ٬ چا له چې آډټ پېراز كتل وي او د زيان نه خبر وي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل چې كمېټۍ كښې كه د مخالفې ډلې غري وي نو هلته حكومتي غړي هم ??وج??د وي۔ ده ووئيل په دې وروستيو كښې د قامي سلامتيا پحقله پارلماني كمېټي جوړه شوې ده، سپيكر ئې مشر دې او په دې كمېټۍ كښې مسلم ليګ (ن) ته نمائندګي وركړې شوې ده او شهباز شريف په كښې هم شامل دې ٬ ھغه په كمېټۍ كښې برخه واخستې شي يا نه معلومات نه لرو۔۔ خارجه وزير ووئيل كله چې وزيراعظم عمران خان په كابينه كښې ردوبدل وكړو نو يوه زلزله راغله او دا ئې د كابينې ناكامي وګرځوله ٬ جمهوريت كښې ردوبدل د معمول عمل وي او هر ځائ هم داسې كې??ي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پنجاب وزیراعلیٰ سره هېڅ اختلاف نشته٬ اسد عمر د ګوند قېمتي اثاثه ده۔ د صدارت?? نظام پحقله د يوې پوښتنې په ځواب خارجه وزير ووئيل د صدارت?? نظام خبرې لغو او بې معنې دي۔