اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د زيارت په ورځ د چين اولس مش?? شي جن پنګ په بلنه د بيجنګ دوېم “بېلټ اېنډ ??وډ فورم” كښې ګډون لپاره چين ته لاړو۔ د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم عمران خان به د 25م نه تر 28م اپرېل د چين دورې په مهال (نن) د فورم پرانستې غونډې ته كليدي خطاب كوي او ليډرز راٶنډ ټېبل كښې به هم ګډون كوي چې پكښې به نزدې د 38 هېوادونو مش??ان ګډون كوي۔ وزیراعظم عمران خان به په دې موقع يو شمېر حكومتي مش??انو او كاروباري شخ??يا??و سره هم ملاقاتونه كوي۔ وزیراعظم به اولس مش?? شی جن پنګ او وزیراعظم لی كی کیانګ سره هم ملاقاتونه كوي اوپه دې موقع به د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لپاره يو شمېر د تفاهم په يادښتونو او لوظنامو لاسليك هم كېږي۔ وزیراعظم به په 28م اپرېل پاکستان بزنس اېنډ ??نوېسټمنټ فورم ته هم وېنا كوي چې پكښې به نوموړي پاكستاني او د چين كاروباري شخ??يا?? ګډون كوي۔ د فورم نه پس به وزیراعظم د چین اولس مش?? او نورو نړيوالو مش??انو سره په بيجنګ انټرنېشنل هارټېكلچر اېګزي بېشن 2019 كښې ګډون كوي۔ بيان له مخې پاكستان او چين سدا بهار ستراتېژك معاون شراكت دار دي چې دوستي ئې په شريك باور او د مفاداتو په همكارۍ آډانه ده ٬ دواړه هېوادونه تل يو بل سره څنګ په څنګ ولاړ دي٬ د پاكستان او چين قيادت په شريكه توګه د ګټور معاشي او تجارتي روابطو د لارې دې دوستۍ ته د لا ودې وركولو عزم لري۔ د وزیراعظم دا دوره به د پاكستان او چين دوه اړخيزه اړيكې نوې كچې ته رسولو له به مرستياله وګرځي