پېښور 23 مارچ (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د خالي په و??ځ د پېښور ګورنر هاؤس كښې د پاكستان ورځې په اړه دستوره كښې د اسلامي جمهوريه پاكستان اولس مشر ډاكټر عارف علوي لخوا د صوبې څلورو شخصياتو ته اړوندو څانګو كښې په مثالي خذماتو ترسره كولو سول اعزازات وركړل۔ پھ دستوره كښې صوبائي وزيرانو٬د خېبرپښتونخوا چيف سېكتر محمد سليم خان٬اېډمنسټرېشن سېكتر امتياز ايوب٬د اطلاعاتو او اړيكو سېكتر مختيار احم??٬د هاؤسنګ سېكتر مسعود احمد او د پبلك هېلت انجينئرنګ سېكتر بهره مند خان پشمول نورو اعلٰی سول او پوځي چارواكو ٬ اعزازات ترلاسه كونكو شخصياتو او د هغوي كورنيو ګډون وكړو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان د كركټ په څانګه كښې پھ مثالي خذماتو ترسره كولو پخوانې ل??بغ??ړي ياسر شاه ته صدارتي ا??وارډ ستاره امتياز او د صوبې درې شخصياتو خواجه سفر علي ٬ اختر ګل او پروفېسر ډاكټر افتخار ته په خپلو خپلو څانګو كښې په مثالي خذماتو ترسره كولو صدارتي ا??وارډ تمغه امتياز وركړو۔ دې څخه و??وستو ګورنر شاه فرمان دستوره كښې ګډون كونكو سره وليدل او اعزازات ترلاسه كونكو شخصياتو ته پیرزوېنې وړاندې كولو سره ئې هغوي ته مباركي هم وركړه