اسلام آباد ۔ 11 مارچ (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر وئيلي دي هېواد كښې د كارپورېټ سېكټر جدت له هڅې روانې دي۔ دې مقصد لپاره به كارپورېټ قانون لا ښه كولې شي۔ د كارپورېټ ګورننس معيار زيات شوے د كوم چې پرمختګ كړو هېوادونو هم اعتراف كړې۔ کابینې د ګڼ اړخيزه پروکیورمنټ ضابطو كښې د بدلون كولو منظوري وركړې ده۔ هن?? د فنانشل اېكشن ټاسك فورس د كو چيئرمېن شپ څخه د اخوا كولو پاكستانې غوښتنه سمه او قانوني ده۔ ده دا خبره د ګل په ورځ د نړيوال بانك لخوا د پاكستان كارپورېټ سېكټر كښې د ګورننس په معيار او اصولو د عملدرآمد په اړه د راپور اجراﺀ دستورې ته خطاب او ميډيا سره خبرې كولې۔ په دې مهال وفاقي وزير ووئيل د نړيوال بانك د جائزه راپور نتيجې به هېواد كښې د سرمايه كارۍ ودې ٬ د كېپټل ماركيټ استحكام او د پبلك سېكټر كمپنيو ښه و??لي له د حكومت اصلاحاتي پروګرام كښې مرستيالې وي۔ د خزانې وزير ووئيل سکیورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان او د پاکستان سټاک مارکیټ په شمول رېګولېټري ادارې بايد داسې ګامونه باوري كړي چې ورسره د كمپنيو پېداوار او د دغې په نتيجه كښې د هېواد معيشت وده وكړي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت د سركاري څانګې ادارو كاركردګي ښه كولو ته خاص پام ګرځولې۔ وفاقي وزير په دې مهال د كمپنيو د باضابطه جوړولو اهميت هم په ډاګه كړو۔ ده ووئيل سرمايه كارو ته آسانيو وركولو كښې دې هېڅ كمې ونكړې شي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چ?? د کارپورېټائزېشن په مد كښې زياتو نه زياتې كمپنۍ راوړلې شي او دې كښې لسټډ كمپنۍ جوړېدې شي۔ لسټډ كمپنۍ كېپټل ماركيټ څخه هم استفاده كولې شي۔ وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د هن?? فنانشل اېكشن ټاسك فورس د كو چيئرمېن شپ څخه د اخوا كولو له د پاكستان غوښتنه سمه او قانوني ده۔ ده ووئيل د هن?? سياستمداران د پاكستان په ضد وېناګانې كوي۔ د پاكستان په اړه د هن?? نقطه نظر په انصاف اډانه نه دے ځكه پاكستان د فنانشل اېکشن ټاسک فورس چئیرشپ څخه د هن?? اخوا كولو غوښتنه كړې۔ ده ووئېل هن?? پاكستان بلېك لسټ كول غواړي او د دې مقصد ترلاسه كولو له هن?? د بېلو كمپنيو د لارې لابنګ هم كوي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان كښې د کمپنیو د شئیر هولډرز بنيادي حقونه محفوظ دي او د کمپنیز اېکټ 2017 عملي كېدو نه وروستو په دې كښې لا ښه والې رامخې ته شوې۔ دا خبره دې ياده وي چې نړيوال بانك په خپل راپور كښې پاكستان كښې د کارپورېټ ګورننس پالیسۍ فرېم ورک او كارپورېټ ګورننس ریگولېشنز كښې د شوو بدلونونو جاج اخستې شوې او لا ښه و??لي له وړاندېزونه وركړې شوې۔ ده ووئېل د راپور ترمخه رېګولېټری فرېم ورک كښې د ښه و??لي په نتيجه كښې پاکستان كښې لسټډ كمپنيو كښې د كارپورېټ ګورننس معيار ښه شوې او بيا هم د پبلک سېکټر کمپنیو کارپورېټ ګورننس كښې د لا ښه و??لي ګنجائش شته۔ د راپور ترمخه د كارپورېټ په ټول 72 نړيوال معيار په 20 اصولو عملدرآمد روان دې۔ په 33 اصولو په بشپړه توګه عمل كولې شي او په 33 اصولو تر كافي حده او په 16 اصولو په جزوي توګه عمل كېږي۔ د راپور ترمخه د كارپورېټ ګورننس درې اصول داسې دي په كومو چ?? پاكستان كښې عملدرآمد نه كېږي۔ نړيوال بانك په كال 2005ء كښې هم پاكستان كښې د كارپورېټ ګورننس په اصولو د عملدرآمد جاج اخستې ؤ ۔ د نړيوال بانك ترمخه كال 2005ء كښې د كارپورېټ ګورننس په نړيوالو اصولو د عملدرآمد شرح 66 فيصده وه كومه چې په كال 2018ء كښې 77 فیصده شوې ۔ نړيوال بانك د اطمينان څرګندونه كړې چې پاكستان كښې به د كارپورېټ ګورننس په نړيوالو اصولو په عمومي توګه عمل كولې شي۔