ملګري ملتونه 22 فروري(اے پي پي) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل لخوا په مقبوضه كش??ير كښې د پلوامه پېښې يوه اونۍ پس په جاري بيان كښې د ځانمرګي بريد غندنه كړې ده او پېښه كښې د پاكستان ككړتيا ټولې هندۍ هڅې ئې رد كړي دي۔بيان كښې وئېلي شوي پنځلس كسيزه سلامتي كونسل په مقبوضه جمو او كش??ير كښې د ځانمرګي بريد سخته غندنه كوي چې پكښې د 40 څخه زيات هندي عسكر مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي وو۔د فرورۍ په 14مه نېټھ كال 2019 د شوي بريد ذمه واري جيش محم?? قبوله كړې وه۔سفارتي ذريعو اے پي پي ته ووئيل د تېرو شپږو ورځو په مهال د هند لخوا د سلامتي كونسل غړو ته پرله پسې وئېلي شوي چې هغوي په خپل بيان كښې د پاكستان نوم شامل كړي خو پاكستانو سفارتكارو د هڅو له امله هند په خپل مقصد كښې كاميابي ترلاسه نه كړه۔په سفارتي ډګر د ناكامۍ نه پس هند اوس د سلامتي كونسل په بيان كښې د جيش محمد نامه خپله كاميابۍ ګڼي ۔۔۔۔۔خو سفارتي پوهانو وئېلي دي په جيش د وړاندې څخه په په پاكستان كښې بندېز لګولې شوې ولې چې ملګرو ملتونو د?? تنظيم په بليك لسټ كښې شامل كړے ؤ ۔يو افريقي سفارتكار پوښتنه وكړه چې اوس هند د كوم څيز ??وش??الي لمانځي۔د سلامتي كونسل په بيان كښې د پلوامه پیښه د ترهه ګرۍ په ځاې يو ځانمرګي بريد ګرځولې۔بيان كښې وئېلي شوي د كونسل غړي د ترهه ګرۍ هر ډول اقسا?? غندنه كوي او د دې خاتمې لپاره لوظي دي ولې چې د دې له امله نړيوالې سلامتيا او امن ته خطره پیښ دے