اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی سره د مصر سفیر احمد محمد فضل یعقوب د جمعې په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې وليدل۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو ??رګ??دونه وشوه۔ په دې موقع د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی ووئيل مصر او پاكستان خپلو كښې سیاسی، سماجی او كلتوري اړيكې لري۔ ده ووئيل پاكستان مصر سره خپلې اړيكې مه??ې ګڼي۔ د مصر پخوانې تهذیب او تمدن اثرات په ټوله سيمه كښې نن هم ښكاره دي۔ ده ووئيل پاكستان مصر سره دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو كښې خوښې لري۔ نړيوال او سيمه ايز تناظر تر نظر لاندې ساتلو سره د پاكستان او مصر اړيكو لا قوي كولو ته اړټيا ده۔ ده ووئيل تجارت، سیلګري او سرمایه كارۍ په څانګو كښې د يو بل د تجرب?? څخه بشپړه استفادہ كېدې شي۔ ده ووئيل پارلمانی سفارتكاری كارولو سره په اولسي كچه د اړيكو لا قوي كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د پاكستان زدكونكو لپاره جامعه الازهر كښې د س??ال?? شپس د لارې اعلیٰ تعلیم ترلاسه كولو موقعې دې پیدا كړې شي۔ده ووئيل مسلمانان دا مهال د خپلو كښې د اختلافاتو ښكار دي، مسئلې به د خبرو اترو د لارې حل كول وي۔ جنګ د مسئلو حل نه دې۔ ده ووئيل د مسلمانانو اتحاد لپاره به په ګډه ه??ې كول وي۔ د مصر سفیر د پاكستان او مصر اړيكې مخ په وړاندې بوتللو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو پراخه ګنجائش شته۔