اسلام آباد 31 اګست (اے پي پي) ا??لس مشر ممنون حسېن و??يل?? دي پاکستان پرتګال او آئرلېنډ د اروپا مهم هېوادونه دي او پاكستان دواړو هېوادونو سره مرسته زياتولو كښې خوښي لري ٬ سفيران دې په دې لړ كښې په تندۍ سره كار وكړي۔ ????لس مشر ممنون حسېن دا خبرې دواړو هېوادونو لپار?? نومولې شوو سفيرانو شاه محمد جمال او شجاح عالم سره وكړې چا چې ا??لس مشر سره د جمعې په ورځ ملاقات كولو۔ په دې موقع نور اعلٰې چارواكي هم موجود وو۔ ا??لس مشر ووئيل د پاكستان دواړو هېوادونو سره تجارت د صلاحيت او ګنجائش برابر نه دې او د كوم زياتولو لپاره پرله پسې كار كولو ته اړتيا ده ۔ ده ووئيل دواړو هېوادونو سره سياسي او د تجارتي اړيكو نه علاوه كلتوري او په تعليمي څانګو كښې هم اضافې ته اړتيا ده ۔ ا??لس مشر دواړو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي دغه هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو سره نزدې رابطه وساتي او د ھغوي مسئلو په هواري بې غوري ونه كړي۔ ????لس مشر نومولې شوو سفيرانو ته امر وكړو چې ھغوي د دواو هېوادونو سرمايه كار پاكستان كښې سرمايه كارۍ لپاره راغب كړي۔