اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د آزاد کشمیر اولس مشر سردار مسعود خ??ن وئيلي دي مقبوضه کشمیر كښې د ګورنر راج نه پس صورتحال ل?? اندېښمن او خراب شوے٬ د لټون عملياتو په بهانه په مېرمنو جنسي تېرې او تشدد كولې شي٬ حريت لارښود نظر بند كړې شوې٬ د جواز نه غېر ګرفتارۍ روانې دي٬ سياسي بنديان هند او نوے ډيلي ته منتقل كې??ي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په صدارتي كېمپ آفس اسلام آباد كښې اولس مشر سره ملاقات كړې۔ په دې موقع خارجه سېكترې ووئيل پاكستان د كشمير كشاله په نړيواله كچه پورته كوي او د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره به د دوي د ه??و ځلو سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ مسعود خ??ن ووئيل د ه??دي ځواكونو لخوا د تشدد او جبر باوجود كشميريانو د آزادۍ خپلې هڅې روانې ساتلې دي۔ اولس مشر د خارجه دفتر د ه??و ځلو هم ستائنه وكړه