اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) په سېنېټ كښې د مقبوضه كشمير په بې ګناه وګړو د هندي ظلم او تشدد په ضد د غندنې ق??ار??اد منظورېدو ??ره په نړيواله ورورولۍ زور راوړولې شو?? چې د هندي عسكرو د اړخه د دې تشدد نوټس واخلي۔د ملګرو ملتونو د ق??ار??ادونو له مخې دې د كشمير مسئله حل كړې شي۔د ګل په ورځ ?? حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق د قواعد معطل كولو تحريك وړاندې كړو د كومې منظورۍ نه پس چې هغه ق??ار??اد ايوان ته وړاندې كړو۔ق??ار??اد كښې وئېلي شوي چې دا ايوان پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي عسكرو د اړخه په بې ګناه كشميريانو د ظلم او تشدد غندنه كوي او نړيوالې ورورولۍ ته خواست كوي چې د دې نوټس واخلي۔ق??ار??اد كښې وئېلي شوي چې دا ايوان غوښتنه كوي چې كشمير لپاره دې ملګري ملتونه خاص استازي غوره كړي۔ق??ار??اد كښې د پاكستان د دې عزم پخلې شو?? چې د كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ به روان ساتلې شي