اسلام آباد ۔ 18 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئ??لي دي د سي پېك ترسره كېدو څخه وروسته به پاكستان د سوئ??لي آسيا صنعتي مركز جو?? شي۔ د اتوار په ورځ پي ټي وي سره خبرو كښې ده ووئيل چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ سره به د روزګار په لكھونو موقعې رامخې ته شي او سماجي اډانې ٬ توان ٬ صنعتتي مرسته او د كركيلې څانګه كښې به په لويه كچه ښه والې راشي۔ احسن اقبال ووئيل سي پېك د ټولو سياسي ګوندونو په مشاورت پېل كړې شوې۔ وفاقی وزی?? ووئيل ځينې عناصر سي پېك ته د زيان رسولو هڅې كوي كومه چې نه يوازې د پاكستان بلكې د ټولې منطقې د تقدير بدلولو منصوبې په توګه منلې شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګلګت بلتستان او بلوچستان به د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ داخلي لاره جو??ه شي او د وفاقی پلازمينې ٬ څلورو واړو صوبو ٬ آزاد جموں وکشمیر ، ګلګت بلتستان او د وفاق تر انتظام لاندې قبائلي سيمو كښې به تجارتي زون جو??ولې شي۔ وفاقی وزی?? ووئيل حكومت د خپلو فعاله پالېسيو د لارې د ترهګرۍ په كاروايو او د توان په كمبوت قابو موندلې او د امن صورتحال پياوړې شوې۔ ده ووئيل د تېرو 4 كلونو په مهال قامي ګرډ كښې نزدې 11زره 500 مېګاواټ برېښنا شامل كړې شو??۔ ده ووئيل د توان په څانګه كښې نزدې 35 ارب ډالر مصرف كولې شي۔